دننگرهاروتلی جهادی مشرجنازه؛څو شيبو كې خاورته سپارل كيږي
 

وخت خبری اژانس

جلال آباد- ننگرهار

دكب پنځمه

 

څو شيبې دمخه دننگرهار وتلې جهادي څيرې او قومي شخصيت حاجي محمد زمان غمشريك جنازې لمونځ ددغه ولايت والي، ولسي جرگې استازيو، ولايتى شورا غړيو، قومي مشرانو او دزرگونو خواخوږو په گډون سره ترسره شو.

 

دننگرهاروالي وياند احمدضاء عبدالزي په وينا، جنازې لمانځه وروسته دننگرهاروالي او دولسمشر سلاكار لنډه وينا وكړه او دحاجي زمان پرجهادي او غوره كارنامو يې خبرې وكړي، والي هغه دهيواد يوه ضايعه وگڼله.

 

عبدالزي زياته كړه: دوالي ترڅنگ دملي دفاع وزارت دپلاوي په استازيتوب يوه لوړپوړي افسر خبرې وكړې او ددغه وزارت په تركيب كې يې دهغه بې شميره چارې او كارنامې بيان كړې.

 

دننگرهاروالي ويانددمالوماتو له مخې، بل وينا وال دهغه ورور حاجي امان خيري و، چې خپل ورور په اړه يې ځنې څرگندونې وكړي.

 

وروسته بيا دخلكو او قومي مشرانو په غوښتنه دننگرهاروالي دحاجي زمان غمشريك دمشرى پگړى دهغه ورور حاجي امان خيري ته ورپه سركړه.

 

دجنازې لمونځ دننگرهار عيدگاه جومات كې چې دجلال اباد تورخم اډې ته څېرمه جوړ شوى اداشو.

 

دجنازې لمانځه او دمراسمو دمخه ننگرهاروالي په ځانگړې لارښوونه يو ځانگړى كميسون ګمارل شوى څو دهغه كورنى سره ددغو مراسمو ټول چمتوالى بشپړكړي.

 

دغه راز دننگرهارامنيه قومندانى ته دنده سپارل شوې وه چې دمراسمو پرمهال كلك امنيت امنيت ټينگ كړي.

 

دجنازې لمانځه وروسته غرمې مهال دملي دفاع وزارت په ځانگړويو چورلكو كې دهغه جنازه دهغه پلرنى سيمې خوگياڼو ولسوالى ته انتقال شوه او په څو شيبو كې به خاورو ته وسپارل شي.

 

دجنازې مراسمو لپاره په كابل كې دكورنيو چارو وزارت او ملي دفاع وزارت نه يو پلاوي ننگرهارته سفر كړى و او په مراسمو كې يې برخه واخيسته.

 

حاجي زمان غمشريك دوه ورځې دمخه ددغه ولايت خوگياڼو سيمې ته څيرمه دكډوالو يوه پنډغالي كې دنومرو ويش پرمهال ديوه ځانمرگي بريد ښكارشو چې ورسره له ۱۰ زيات نوكسان مړه او تر۲۰ زيات ټپيان شول.

 

خبريال:حسرت، په ننگرهاركې دوخت خبريال

اډيټ: طيب